د فرانسې د ګاز د لېږد شبکې نن (جمعه د غبرګولي ۲۷مه) خبر ورکړی چې دا هېواد نور د پیپ د خط له لارې د روسیې ګاز نه ترلاسه کوي.
فرانسې هر کال خپل د اړتیاوړ ۱۷ سلنه ګاز له روسیې څخه پېرېدلو چې زیاته برخه یې د پیپ خط له لارې او پاتې برخه یې د مایع طبیعي ګار په توګه ترلاسه کولو.
په ورته وخت کې، د فرانسې دولت وایي چې لا یې خپلې د نفت او ګازو له ۵۶ سلنه ذخیرو څخه ګټه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې وروستیو ورځو کې روسیې اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول آلمان او ایټالیا ته د خپلو ګاز لېږد کم کړی وو.
په ورته وخت کې، د آلمان د انرژۍ او برېښنا وزارت وایي چې د روسیې د وارداتي ګاز او نفت ترلاسه کولو له کمښت سره، کولی شي پر ځای يې د هالنډ او ناروې سرچینې ځای پر ځای کړي؛ خو دا اندېښنې به په اروپا کې د ګاز او نفت بیې اغېزمنې کړي.
په ورته وخت کې، د ایټالیا لومړۍ وزیرې ماریو ډارګي تېره ورځ (پنجشنبه) له اوکراین څخه د لیدنې پر مهال له خپلو فرانسوي او آلماني سیالانو سره ویلي؛ چې مسکو له خپل ګاز څخه د سیاسي لاملونو په موخه ګټه اخلي.
د دې سر بېره، کرملین ویلي چې د ګاز وړاندې کولو کمښت له وړاندې نه وو پروګرام شوی او د بندیزونو لامل کاناډا ته د ودانۍ او ستانې لپاره د تجهیزاتو په بېرته راګرځېدو کې ځنډ بولي.