د فارین پالیسي خبریالې په وینا طالب: وحشي، بې ادب، غیر انساني، ځان خوښوونکی او د ښځو ضد

لخوا Aamaj News

د فارن پالیسي مجلې خبریالې، لین اوډونیل د طالبانو د استخباراتو د منګولو څخه له خلاصون وروسته په یوه مقاله کې د کابل له ویرې او آرمښت د فضا او د تاوتریخوالي په اړه خپله مقاله لیکلې ده.

نوموړې چې د طالبانو په اړه د خپلو تحلیلونو او راپورونو له امله نیول شوې وه، وايي چې د طالبانو «وحشیانه، بې رحمه، غیر انساني، ځان خوښوونکې او بد اخلاقه څېرې» سره آشنا شوې ده.

دغه اسټراليايۍ ليکواله چې په افغانستان کې د طالبانو تر بيرغ لاندې د ژوند تجربه لري، د کابل په اړه خپل يادونه داسې ليکي: «په لنډ وخت کې چې په کابل کې وم، هغه څه مې وليدل چې له تاوتريخوالي ډکه سوله وه. خلک په خپله سري ډول نیول کېږي، ورک شوي، پوښتنې ګروېږنې کیږي، وهل کیږي او وژل کیږي.»

نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د موبي ګروپ کارکوونکو باندې برید ته په اشارې سره؛ چې د یادې رسنۍ څه باندې شل کارکوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، ویلي: «بلخي(د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند) وویل موږ په دې ویاړو. نوموړي ته مې وویل په هغه موټر برید چې کارکوونکي یې کورونو ته لېږدول، بېګناه کسان په کې ووژل شول. نوموړي وویل موږ په دې ویاړو. نوموړي ته مې وویل چې یو له ملګرو مو په وژل شویو کې وو؛ نوموړي بیا تکرار کړ؛ او موږ په دې ویاړو.»

نوموړې طالبان له تاوترخوالي ډک خلک بللي او زیاته کړې یې ده، چې دوی له تاوترخوالي ډک نارینه دي، چې په خپل تاوترخوالي ویاړ کوي. نوموړې په دوام کې د عبدالقهار بلخي له بد چلند څخه لیکلي چې بلخي نوموړې ته د «یوې سپین پوستې ښه غوښتونکې استعمارګرې» خطاب کړی او په تاوترخوالي یې ګواښلې ده.

د فارن پالیسي خبریالې په دوام کي د طالبانو په بند کې د خپل ژوند په اړه لیکلي چې طالبانو نوموړې ته ویلي هغه مقالې چې یې خبري آژانس ته لیکلې دي تخیلات، دروغ او جوړې شوې دي او په دې اړه کومه سرچینه شتون نه لري او امر یې کړی که کومې سرچینې شتون درلود نو نوم او د دوی مالومات او همداشان یادښتونه، انځورونه، ثبت شوي غږونه او فلمونه دوی ته تسلیم کړي.

د مېرمن اودانل په وینا یو طالب جنګیالي نوموړې ته ویلي افغانستان کې همجنسګري شتون نه لري او که پوه شي څوک همجنسګرا دي نو دوی به یې ووژني.

د فارن پالیسي خبریاله وایي چې د طالبانو استخباراتو ورته ویلي وو چې د طالبانو په اړه د خپلو راپورونو له امله باید یا بښنه وغواړي او یا بندخونې ته لاړه شي.

لین اودانل زیاته کړې چې بښنې غوښتلو ته اړ شوه او هر څه چې طالبانو غوښتل په خپله ټوېټر پاڼه یې خپاره کړل.

یاده خبریاله چې اوس له افغانستان څخه بهر شوې په دوام کې یې زیاته کړې: «زه بیا افغانستان ته نه ځم ډېری نور لوېدیځ خبریالان هم چې دې اونۍ کې ځورول شوي او ژر یې افغانستان خوشي کړی دا کار نه کړي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ