د امریکا اطلاعات: افغانستان یو ځل بیا د داعش او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی

لخوا Aamaj News

فاکس نیوز د امریکا متحده ایالاتو خپرو شویو سندونو څخه په نقل یو راپور کې ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ او داعش د همغږۍ مرکز باندې بدل شوی دی.

فاکس نیوز ویلي، چې د پنتاګون ارزونه ښايي، چې داعش ډله هوډ لري د افغانستان خاورې څخه په ګټه اخیستو سره، په اروپا او آسیا کې بریدونه پلان کړي.

د دې راپور پر بنسټ د بنتاګون محرم سندونه ښايي، چې داعش د سوداګریزو مرکزونو او کلیساګانو موخه ګرځولو سربېره، تېر کال یې هوډ درلود د قطر فوټبال نړیوال جام لوبې د بریدونو موخه وګرځوي.

د دې محرم سندونو له ډلې په یو سند کې، چې د دفاع وزارت او یو شمېر نورو امنیتي بنسټونو نښې ورباندې شته، راغلي: «دا د بیرونیو عملیاتو لپاره د یو کم لګښت لرونکي مدل د پراختیا په حال کې دي، چې د افغانستان څخه بیرون سرچینو باندې یې تکیه ده.»

که څه هم امریکايي چارواکو په دې اړه د نظر څرګندولو څخه مخ اړولی دی؛ خو د دې هېواد د ملي امنیت شورا ویاند آدرین واتسن یوه بیانیه کې ويلي؛ چې متحده ایالات «بیرون کې د دایمي پوځي شتون پرته هم د ترهګرو د حذف ځواک لري.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ