د طالبانو امر بالمعروف وزارت د پخواني ولسمشر، حامد کرزي هغه خبرو په غبرګون چې ښځینه ویاندویانې مجبورې نه دي او نه باید د طالبانو امرونه رعایت کړي، ویلي دي چې کرزي تېرو شل کالونو کې ښځې د بهرنیانو د خوښۍ لپاره آزادې پرېښودې، په داسې حال کې چې خپلې مېرمنې یې ورته آزادي نه درلوده.
د طالبانو امر بالمعروف وزارت همداشان ویلي؛ چې د حجاب په اړه د مرزي خبرې د تبصرې وړ هم نه دي. ځکه د یاد وزارت په باور حجاب یو الهي حکم دی او د ښځو د وقار لپاره اړین دی.
حامد کرزي له سیانان سره په خپله نوې مرکه کې ویلي؛ چې ټلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانې اړ نه دي او نه باید د طالبانو له امرونو اطاعت وکړي.
کرزي زیاته کړې وه؛ چې په افغانستان کې ښځې حجاب رعایت کوي، خو مخ پټول حجاب نه دی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې درې ورځې وړاندې طالبانو یو فرمان کې ټلویزیوني شبکو ته امر کړی وو، چې ټلویزیوني خپرونو پرمخ وړلو پر وخت خپل مخ پټ کړي. هغه موضوع چې له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوه.