د پخواني حکومت چارواکي او د طالبانو همخوا چې په اختلاس او د ملت د پیسو په غلا تورن دي، افغانستان ته راستنېدل جریان لري.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د پوهني پخوانی وزیر فاروق وردک، د برښنا پخوانی رییس امانالله غالب، په تېر حکومت کې د حج او اوقاف وزیر صدیق چکري، د پوځ پخوانی ویاند، دولت وزیري او د پولیسو پخواني کوپراتیف رییس انور کوهستاني غوندي څېرې لاتراوسه د طالبانو غېږ ته راستانه شوي.
نن سهار د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون، په تېر حکومت کې د حج او اوقاف وزیر د راستنېدو خبر ورکړی.
ښاغلی چکري کلونه وړاندې د اداري فساد او د افغانستان د حاجیانو د پیسو د غلا د تور لکبله له افغانستانه بهر او بریټانیا ته ولاړ.
د ویلو وړ ده کله چې نوموړي د بریټانیا په موخه کابل پرېښود د افغانستان پخواني حکومت د انترپول د پولیسو لخوا د هغه د نیولو غوښتنه کړې او همدارنګه پر هغه د حبس حکم صادر شوی و.
د هغه راستنېدل د ورځپاڼه لیکونکو او د رسنیو د فعالانو د غبرګون سره مخ شویدی.
ورځپاڼه لیکونکی مختار وفایي، د هغه د راستنېدو په غبرګون لیکلي: «د حاجیانو دپیسو غل، د حج د کلني مراسمو په درشل کې، له لندنه کابل ته تللی او له طالبانو سره یې بیعت وکړ.»
له یوې خوا په تازه پېښه کې د پولیسو دپخواني کوپراتیف رییس انور کوهستانی هم هیواد ته راستون شوی.
نوموړی هم چې د داخلې وزارت د درانه جرمونو د پولیسو لخوا د ١٠٠ میلیونو افغانیو په تور نیول شوی و څو ورځي وروسته پرته له کوم دلیله بېرته خوشي شو.
ښاغلی کوهستاني همدارنګه د افغانستان د بیارغوني لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړې ادارې (سیګار) تر څار لاندي و.
د دغو تورنو کسانو د راستنېدو په دوام کښې، د برښنا پخوانی رییس امانالله غالب چې د درو ملیاردو ډالرو نه زیات په غلا تورن دی تېره اونۍ افغانستان ته راستون شو.
په جمهوریت نظام کې د اداري فساد په وړاندي د نظارت او ارزیابۍ ګډ خپلواکې کمېټې لخوا په یو راپور کې ویل شوی و، له ٢٠٠٢ کال نه تر هغه مهاله د انرژۍ په برخه کې د نړیوالي ټولني له څلور ملیاردو ډالرو نه، د برښنا شرکت یواځي د ١٨٣ ملیونو حساب ورکوونکی دی.
د دغي کمېټې په راپور کې ویل شوی و چې تر درې ملیاردو ډالرو زیات د برښنا شرکت د مسولینو لخوا غلا شوي دي.
د افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون چې د طالبانو لخوا جوړ شوی د تېري اونۍ په چهار شنبه اعلان وکړ چې فاروق وردک د دغه کمیسیون د هڅو په پایله هیواد ته راستون شوی.
ښاغلی وردک هم د تېر حکومت د وزیرانو په منځ کې پوهني وزارت سره د نړیوالو مرستو د غلا او د خیالی ښوونځیو لکبله د دغه وزارت د بودجې په کسر او پراخ فساد په خاطر نوم بدی دی.
هغه د یوې اوږدې مودې لپاره د پوهني وزیر په حیث کار وکړ او د «خیالی ښوونځیو» اصطلاح د هغو غیر واقعي ښوونځیو لپاره، چې دی یې د هغه لپاره په ملیونونو ډالر د دغه وزارت د بودجې څخه کسر کړی و، وکارول شو او رسنیو ته هم ورسېد.
خبریال بشیر احمد قاساني، هیواد ته د دغو څېرو د راستنېدو په اړه په یو ټویټ کې لیکلی: «تر اوسه هر هغه چارواکی چې دوسیه لري، له طالبانو سره یې بیعت کړی.»