سیګار: د تېر حکومت د ملي امنیت یو شمېر ځواکونو له طالبانو سره یو ځای شوي دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د جمهوريت له سقوط وروسته یو شمېر پخواني د ملي امنیت ځواکونو له طالبانو سره په اقتصادي دلایلو همکاري کوي.

سیګار تېره ورځ (چهارشنبه د تلې ۱۳مه) په یو ټویټ کې ویلي چې ځینې پخواني ملي امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي «ښایي» د شخصي ګټو لپاره د طالبانو ټیټو کچو امنیتي ځواکونو سره یوځای شوي دي.

دغې ادارې د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې: «ځینې پخواني ملي دفاعي ځواکونه، اکثره له ټیټو کچو، د اقتصادي دلایلو له مخې له طالبانو سره کار کوي.»

د سیګار راپور مختلفو جبهو په ځانګړې توګه د مقاومت جبهې ته په اشارې سره چې د طالبانو پر ضد پوځي فعالیتونه لري، وایي چې یو لږ شمېر پخواني امنیتي ځواکونو د ملي مقاومت د جبهې په ګډون د طالبانو ضد پوځي ډلو سره یوځای شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د څار ځانګړې اداره ټینګار کړی چې طالبان غواړي پخواني پیلوټان ​​او هوایي تخنیکي کارکوونکي بېرته ستانه کړي او له هغوی څخه کار واخلي.

د دغه راپور په دوام کې د جمهوريت په دوره کې د افغانستان د پوځي تجهیزاتو په اړه ویل شوي چې ډیری دغه تجهیزات چې په تیرو کلونو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا له خوا برابر شوي وو، د دوو لسیزو جګړو او د سقوط ورځو په جریان کې له منځه تللي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ