په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر، زردشت شمس د هند «پرېنټ» ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي؛ چې طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راپدېخوا د دین په نوم ځپونکي او وحشیانه کړنو ته دوام ورکړی.
نوموړي په هېواد کې پر خلکو په او ځانګړې توګه پر ښځو د طالبانو لخوا وضع شویو بندیزونو ته په اشارې سره لیکلي: «طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی.»
نوموړي همدا راز ټینګار کړی؛ چې طالبان له یوې خوا هڅه کوي په هېواد کې د امریکا غږ، بيبيسي او دویچه ویله په ګډون د نړیوالو رسنیو په بندولو سره د ازادو مالوماتو د خپرېدو مخه ونیسي او له بلې خوا سیمهییزې رسنۍ له بې ساري سانسور او بندیزونو سره مخ دي.
نوموړي د رسنیو د کمرې په وړاندې د ښځو د مخونو د پټولو په اړه د طالبانو د وروستي حکم سربیره، ویلي هغه یو شمېر خبريالانو او ژورنالیستانو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې افغانستان کې دنده ترسره کوله د نیوکو او ګواښونو وروسته یې له خپلو دندو استعفا ورکړې.
د شمس په باور، په افغانستان کې د جوماتونو او تعلیمي مرکزونو په نښه کول د مذهبي افراطیت د پیاوړتیا او د جنګیالیو د تامین د دوام او ډاډمنولو لپاره یو بل ګام دی.
نوموړي بشري ارزښتونو ته د طالبانو پر حساسیت د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړې؛ چې د طالبانو د ښووني او روزني مسوولینو له مخکې د ښوونځیو او پوهنځیو پر اوسني نصاب نیوکې کړې او اسلامي درسي نصاب یو ځانګړی پروګرام یې اعلان کړی، چې د ډیموکراسۍ، موسیقۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه درسونه پکې «غربي ارزښتونه» او «د اسلامي اصولو خلاف» بلل شوی او منع شوي دي.
نوموړي څرګنده کړې؛ چې طالبان د شریعت د سختو او منځنیو پېړیو د نسخو په ټپلو سره په هماغه لاره روان دي چې په ٢٠٠١ کال کې د دوی د پخواني رژیم د نسکوریدو لامل شو.
4 تبصرې
There is some nice and utilitarian information on this site.
I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information. Watch bbc farsi صفحه اول
Also I ve shared your site in my social networks!
I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.