د فوټبال د ۱۶ کلنو لاندي ملي لوبډلې د قرغزستان له لوبډلې سره لوبه مساوي کړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو لاندي ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان له ۱۶ کالو کښته ملي لوبډلې سره ۱-۱ مساوي کړه.

دغه سيالۍ د مرکزي اسيا د اتلولۍ تر عنوان لاندې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.

په دې لوبه کې د افغان ملي لوبډلې یوازینی ګول حکیم خان نیازي ترسره کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې د مشر روزونکي، حمیدالله مسعودي له قوله لیکلي: «دا زموږ لومړۍ لوبه وه، دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه. ټول ټیمونه د ګټلو لپاره راځي. فوټبال د چانس لوبه ده. موږ ډېر چانسونه له لاسه ورکړل، که زموږ چانسونه په ګول بدل شوي وای، نن به مو لوبه ګټلې وای. په عموم کې، زه د لوبې له پایلو څخه ډیر خوښ نه یم.»

د هیواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د آسیا د مرکز په اتلولي کې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ایران د فوټبال د ۱۶ کالو کښته ملي لوبډلې به برخه واخلي.

باید یادونه وشي چې د افغانستان ملي لوبډله به نن (شنبه د غوايي ۲۴مه) د افغانستان په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ازبکستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې سره خپله دویمه لوبه ترسره کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ