د افغان یو نوي ځوان د انګلستان له وستهام یونایټډ فوټبال اکاډمۍ سره یو ځای شو

لخوا Aamaj News

د افغانستان نوی ځوان لوبغاړی، عمران سیف الدین له دوه کاله هوکړه لیک سره د انګلستان وستهام یونایټډ کلب اکاډمۍ سره یو ځای شو.

دا لوبغاړی ۱۲ کاله عمر لري او د دغه دورې له پای ته رسولو سره کولی شي؛ د ۴ کاله هوکړه لیک له تمدید سره، تر ۱۸ کلنۍ پورې له دغه لوبډلې سره د انګلستان غوره لیګ کې خپل فوټبال ته دوام ورکړي.

عمران سیف الدین شپږ کال وړاندې لندن ته تللی و، اوس اوس یې د انګلستان یو غوره فوټبال کلب ته لار وموندله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ