د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ لوبه؛ ملي لوبډله له کمبودیا سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۴مه) د کمبودیا فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې لوبه کړي.

دا د اسیا ملتونو جام ته د لارموندنې لوبو په لړ کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ لوبه ده.

دا لوبه نن مازدیګر مهال په هندوستان کې ترسره کېږي.

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې خپلې دوه نورې لوبې د ۱-۲ ورته پایلې سره د هانکانګ او هند فوټبال ملي لوبډلو ته وبایللې.

د یادونې وړ ده؛ چې افغانستان د دوه ماتو په ترلاسه کولو سره د اسیا ملتونو جام له سیالیو پاتې شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ