د هېواد فوټبال ملي لوبډله نن د هند لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن (شنبه د غبرګولي ۲۱مه) د هندوستان فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي د آسیا ملتونو جام ته د لارموندنې سیالیو په D ګروپ کې خپله دویمه لوبه هندوستان فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي سرروزونکي انوش دستګیر له یادې لوبې وړاندې تېره ورځ یوه خبري ناسته کې ویلي: « له هند سره د سبا ورځې لوبه زموږ لپاره ډېره سخته او د مرګ او ژوند په څېر ده. موږ باید د خپلې تېرې لوبې غلطۍ جبران کړو. ما د هند او کمبودیا لوبه له نږدې ولیدله او د سبا ورځې لپاره مو ځان چمتو کړی.»

د یادونې وړ ده؛ چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د یادو سیالو په لړ کې؛ خپله لومړۍ لوبه له ۲ پر ۱ پایلې سره هانګ‌کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ