د هېواد فوټبال ملي لوبډله نن د هانګ‌کانګ لوبډلې په وړاندې لوبه کړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن (چهارشنبه د غبرګولي ۱۸مه) د هانګ‌کانګ فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې لوبه کړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په D ګروپ کې د آسیا ملتونو جام ته د لارموندنې لپاره خپله لومړۍ لوبه د هانګ‌کانګ لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

په ورته وخت کې؛ له هانګ‌کانګ سره له لوبې وړاندې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني غونډه تېره ورځ (سه شنبه) ترسره شوه.

دا لوبه د هندوستان کلکتې ښار په «سالت لیک» لوبغاړي کې؛ د افغانستان پر وخت مازدیګر ۴ بجې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د ویتنام په وړاندې له ۲ پر صفر پایلې سره ماتې منلې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ