متقي: په پنجشېر او اندراب کې د مقاومت په نوم کوم څه شتون نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د طالبانو پخواني رهبر ملا اختر محمد منصور په شپږم تلین کې ادعا کړې؛ چې په پنجشېر او اندراب کې د مقاومت په نوم کوم څه شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دې ورستیو کې د پنجشېر د جګړې زور د طالبانو د دفاع وزیر پښه یاد ولایت ته ورسوله او طالبان اړ شول چې د دویم ځل لپاره یاد ولایت تازه دمي پوځي ځواکونه ولېږي.

بل پلو؛ متقي په یو ډول انقره کې له سیاسي څېرو څخه جوړې د «د افغانستان ژغورلو د آزادۍ جبهې» ته په اشارې سره ویلي، له هېواد څخه بهر د خیالي جبهو اعلان جدي او د اندېښنې وړ نه دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د بشر حقونو کمیسیون په ګډون د یو شمېر کمیسیونونو له ملغا کېدو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې د بشر حقونو کمیسیون لغوه کول د طالبانو سمه پرېکړه وه.

متقي همداشان څرګنده کړې: «موږ په ټول افغانستان کې د بشر حقونو کمیسیون پر ځای عدلي دستګاوې فعاله کړې.»

متقي په دې اړه چې تېره ورځ یې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي تام وسټ سره ټیلفوني خبرې درلودې وویل؛ چې افغانستان کې تېرو درې میاشتو کې هېڅ ښځې ځان وژنه نه ده کړې او کابل کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې؛ د نوموړي په وینا، دا خپله یوه لاسته راوړنه ده.

متقي په داسې حال کې دا خبرې کړي؛ چې هره ورځ په بېلا بېلو ولایتونو په ځانګړي ډول د افغانستان پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو له هدف ګرځېدو څخه راپورونه خپرېږي.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

MARSANARYAS November 4, 2023 - 8:24 pm

Definitely what a great blog and instructive posts I definitely will bookmark your site.All the Best!

ځواب
bbc.persian November 10, 2023 - 11:46 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing Watch bbc.persian

ځواب
웹툰 다시보기 November 15, 2023 - 2:07 am

… [Trackback]

[…] Find More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/fm-taliban-muttaqi/ […]

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:40 am

Awesome! Its genuinely remarkable post I have got much clear idea regarding from this post

ځواب
watch horse racing online November 18, 2023 - 12:32 am

I just like the helpful information you provide in your articles

ځواب

یو نظر پریږدئ