د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یو ورځنۍ اقتصادي ناسته کې وایي چې د طالبانو پرله پسې هڅو او اقتصاد محوره سیاست د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستلی.
نوموړی زیاتوي؛ چې له دې وروسته به افغانستان د هېوادونو ترمنځ د ټکر پر ځای د اقتصاد برخې د وصل او تفاهم ټکی وي.
متقي یو ځل بیا د افغانستان کنګل شویو پیسو د آزادولو غوښتونکی شو.