سېلاب په کندهار کې د شپږو کسانو ژوند واخیست او په پنجشېر کې یې ستر زیانونه واړول

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کې سرچينې وايي چې یو زورور سېلاب د دغه ولايت په دره او آبشار ولسواليو کې درانه زيانونه اړولي دي.

دغه سېلابونه تېره شپه (سه شنبه، وږي ١) راوتلي او د درې په ولسوالۍ کې د عبدالله خېلو سړک يې ويجاړ کړى دى.

په پنجشېر کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، سېلابونو ځاني تلفات نه لرل؛ خو د پلونو او د اوبو د کانالونو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

له بلي خوا د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان وايي چې د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د سیلابونو د راوتلو له امله شپږ تنه مړه شوي دي.

له څو ورځو راهیسې د هېواد یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او بې ساري سیلابونو شاهد دي. دغو سېلابونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ