د طالبانو مالیې وزارت پر کوچنیو کسب او کارونو مالیاتي جریمه معاف کړه

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مالیې وزارت وایي؛ چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ، چې د کوچنیو کسب او کارونو د پاتې مالیه او د مالیې جریمه معاف شوې.

یاد وزارت نن (پنجشنبه، د کب۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې دا کړنه د کوچنیو کسب او کارونو د هڅونې او آسانتیا لپاره بللې.

د پرېکړې سره سم، له ۱۳۹۰ل کال څخه راپدېخوا د کوچنیو کسب او کارونو مالیاتي جریمه په بشپړ ډول معاف کړې، خو یادې کاري ډلې باید له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې ټول ۵۰ سلنه پاتې مالیات تادیه کړي.

د طالبانو مالیې وزارت له کوچنیو مالیه ورکونکو غوښتي؛ چې خپل پاتې مالیات باید د روان لمریز کال د کب تر ۲۹مې نېټې تادیه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ