د بشر حقونو نړیوال فدراسیو: په تېرو شپږ میاشتو کې د طالبانو ناوړه ګټو اخیستلو په اړه هېڅ ځواب ویونکي شتون نه درلود

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو نړیوال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو نورو بنسټونو څخه غوښتي، چې له جدي کړنو سره په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت له خرابېدو مخنیوی وکړي.

دغه فدراسیون همداشان د ځواب ویلو لپاره د بشر حقونو د نقض کوونکو د اړه کولو غوښتنه کړې.

د بشر حقونو نړیوال فدراسیون په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی؛ چې بشر حقونو ته د درناوي په موخه د طالبانو د ژمنو سربېره؛ په وروستیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت شرایط خراب شوي او دغه وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو، خبریالانو او بشر حقونو مدافعانو وضعیت اغېزمن کړی.

دغه اعلامیه زیاتوي؛ که څه په افغانستان کې شته شرایطو ته په کتو سره خبر رسونه ستونزمنه شوې او د افغانستان له وضعیت څخه د جامع انځور وړاندې کول ممکن نه دي، خو د ملګرو ملتونو او په ځانګړي ډول د یوناما راپور ته په کتو سره یې لیکلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته څه کم د مدني ټولنې ۸ فعالین او دوه خبریالان وژل شوي او ۴۴ خبریالان او او د مدني ټولنې ۱۰ نور فعالین په خپل سري ډول نیول شوي.

د بشر حقونو نړیوال فدراسیون د اندېښنې په څرګندولو سره څرګنده کړې چې طالبان له زور سره تړل شوي، له تاوتریخوالي او ورکولو څخه د مدنې ټولنې د چُپ کولو په لپاره ګټه اخلي.

دغه فدراسیون څرګنده کړې: “په افغانستان کې د ښځو حقونه په داسې حال کې نقض کېږي او تاوتریخوالی ترسره کېږي، چې تېرو شل کالونو کې زدکړو او رسنیو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې پرمختګونه شوي و.”

دغه فدراسیون زیاته کړې: “د اګېسټ له ۱۵مې راپدېخوا موږ شاهدان و، چې طالبان په سیستماتیک ډول د بشر حقونو شل کالنو لاسته راوړنو د له منځه وړلو او د هر هغه چا په وړاندې د زور او وحشت څخه ګټه اخلي چې د دوی د حکومت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.”

په دې اعلامیه کې زیاته شوې؛ هغه هېوادونه چې بې له قید او شرط څخه یې له طالبانو سره تعامل کړی، نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د بشر حقونو نقض ته رسېدنه وکړي او طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ