د کرزي خبرو ته د فدایي غبرګون: پاکستان د غلامانو غلامان زموږ پر ولس واکمنان کړل

لخوا Aamaj News

د جمهوریت دورې والي محمد حلیم فدایي د طالبانو لخوا ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیزونو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرو ته په غبرګون کې چې ویلي یې دي دا کار د پاکستان په امر شوی وایي چې پاکستان د غلامانو غلامان زموږ پر ولس واکمنان کړي دي.

فدایي نن یک‌شنبه (د زمري ۱۶مه) په یو ټوېټ کې لیکلي: «ریښتیا هم هېڅ شک نشته، پاکستان ریښتیا هم د نیابتي ډلې په واسطه افغانستان له نړۍ څخه منزوي کړ، خلک یې بې‌سواده او بېوزله کړل او هم یې د غلامانو غلام پر ولس واکمن کړ».

پخواني والي طالبانو ته په خطاب کې ویلي «خو په یاد ولری چې له تاسې هم پاکستان ګټه واخیست او نور به تاسې هم پرېنږدي».

د ښاغلي فدایي دا تند غبرګون په داسې حال کې کېږي چې حامد کرزي د آلمان له اشپېګل مجلې سره په خپله وروسته مرکه کې ویلي: « ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیزونه د اسلام احکامو پورې اړه نه لري، بلکې دا کړنه د پاکستان په امر کېږي».

کرزي زیاته کړې: «د پاکستان موخه یو بې دفاع، کمزوری او ضعیف افغانستان دی چې د هغه له خوا هېڅ ستونزه د تصور وړ نه وي».

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو واکمنۍ له یو کال په تېرېدو سره، د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او یو شمېر دا کړنه د اسلامي شریعت پر بنسټ نه، بلکې د طالبانو زاړه او قبیله‌یي ذهنیت پر بنسټ ګڼي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ