د بشر حقونو د څار بنسټ د افغانستان انځوریزو رسنیو کې پر ښځینه ویاندویانو د ماسک اجباري کېدو په تړاو غبرګون ښودلی او هغه په ښکاره ډول د ښځو حقونو او شخصي آزادیو نقض بللی.
د بشر حقونو د څار بنسټ نن (سهشنبه د غبرګولي درېیمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې دا فرمان همداشان د کم اورېدونکو یا نه اورېدونکو خلکو لپاره چې د شونډو په اشارو سره مطلب ترلاسه کوي، ستونزې جوړونکی دی.
د یاد بنسټ په باور؛ دا فرمان د طالبانو د بهیر یوه برخه ده، چې له هغې وړاندې یې د نجونو زده کړې محدودې، ښځې یې له کار منع، د ښځو د حرکت آزدي یې راکمه، روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی یې بند او په افغانستان کې د ښځو خوندیتوب لارې چارې یې له منځه وړې دي.
د بشرحقونو د څار بنسټ د هېوادونو له ډیپلوماټانو غوښتي؛ چې له طالب استازو سره د خبرو اترو پر مهال له دوی وغواړي چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه د پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو د روانې اونۍ له پیل څخه په ټلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانو ته امر وکړ، چې د خپرونې پرمخ وړلو پر مهال ماسک واچوي او خپل مخ پټ کړي.
د طالبانو دې پرېکړې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.