د اف‌بي‌آی رییس: د افغانستان له خاورې احتمالي برید ته اندېښمن یو

لخوا Aamaj News

د امریکا د فدرال پولیسو «اف‌بي‌آی» رییس کریستوفر رای له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د مالومات لویې خلا ته په اشارې سره ویلي چې د دې هېواد له خاورې پر امریکا احتمالي برید ته اندېښمن دی.

رای د امریکا د امنیت په اړه د یاد هېواد د استازو مجلس ته د راپور ورکولو په بهیر کې ویلي: «موږ اندېښمن یو، په ځانګړي ډول اوس له هغې ځای لرې یو، زه هتله په احتمالي ډول د سرچینو او مالوماتي ټولګو له لاسه ورکولو ته اندېښمن یم.»

نوموړي همداشان څرګنده کړې چې افغانستان کې د القاعده بیا جوړېدو او د ترینګلتیا په لور دې تلونکي وضعیت کې د داعش له ګټې اخیستنې اندېښمن دی.

د امریکا فدرال پولیسو اندېښنې په داسې حال کې رسنیزې کېږي، چې د روانې اونۍ په یک شنبه ورځ د کابل ښار شیرپور سیمه کې د القاعده رهبر ایمن الظواهري د امریکایانو لخوا د هوایي برید موخه وګرځېد او ووژل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ