په فاریاب کې د محمد حسن په نوم یو ۷۰ کلن سړی په مرموز ډول وژل شوی دی.
د سرچينې په وینا نوموړى دوې ورځې وړاندې د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې له خپل کور څخه ایستل شوی و او په وینو لړلی مړی یې تېره شپه (زمري ١٨مه) د دغه ښار د شپږمې ناحيې اړوند په يوه باغ کې موندل شوی دی.
په همدې حال په فارياب کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير، محمد اسماعيل فرقاني د پېښي د پخلي تر څنګ ویلی چې د دغه سړي د وژنې لامل کورنۍ دښمني ده.
ښاغلی فرقاني زیاتوي چې د دغې پېښې په تړاو د دغه سړي یو زوی د دوی له خوا نیول شوی دی.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More here on that Topic: aamajnews24.com/ps/faryab-8/ […]