فاریاب کې طالبانو د «سلام وطندار» یو سیمه‌ییز خبریال نیولی

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو استخباراتو د سلام وطندار سیمه‌ییز خبریال علاوالدین ایرکین نیولی.

د سرچینې په وینا، دا پېښه نن (دوشنبه د زمري درېیمه) د فاریاب ولایت میمنې ښار سنایي څلورلاره کې پېښه شوې.

د نوموړي د نیولو انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.

سلام وطندار د خپل سیمه‌ییز خبریال نیول منلي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو بیا راتګ سره، دوی کم تر کمه یو کال کې څه باندې ۱۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي یې نیولي او یو شمېر یې وهل او ډبول شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ