فاریاب کې دوه ترافیکي پېښې؛ ۱۹ تنه مړه او ټپیان شول

لخوا Aamaj News

په فاریاب کې طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۹ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د دوى په وينا، دغه پېښې نن (یکشنبه د لېندۍ ٦مه) د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په خواجه قشري سيمه او د فاریاب د بادغیسي په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

په لومړۍ پېښه کې د دغه ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په خواجه قشري کې دوه سراچه ډوله موټرونه ټکر شوي، چې له امله يې څلور تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي. د پېښې په قربانيانو کې دوه نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي.

طالب چارواكي ویلي چې د دې ولايت په بادغيسي كې په دويمه پېښه كې هم يو كرولا ډوله موټر له يوه موټرسايكل سره ټکر شوى چې له كبله يې د موټرسايكل دوه تنه سپرلي ټپيان شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ