د ډاکټر پیرزاد د تښتونې په تړاو درې کسان په فراه کې ونیول شول

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو درې کسان له فراه څخه د کابل طبي پوهنتون د استاد ډاکټر فواد پیرزاد د تښتونې په تور نیولي.

له باختر څخه په نقل، نیول شویو کسان د ډاکټر پیرزاد له تښتونې وروسته له کابل څخه فراه ته تېښته کړې وه او د نیول شویو کسانو له ډلې دوه کسان د څېړنو په موخه کابل ته رالېږل شوي.

یاد خبري آژانس له سرچینو څخه په نقل لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د نورو انسان تښتوونکو د پېژندلو او ډاکټر پیرزاد د خوشي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې ړاکټر احمد فواد پيرزاد شااوخوا یوه اونۍ وړاندې د کابل ښار کارته چهار سیمه کې له خپلې شخصي معاینه خونې څخه وتښتول شو. چې لا هم د ډاکټر پیرزاد د ساتنې له ځای کوم مالومات په لاس کې نشته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ