ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي چې اوسني کړکېج حل لاره همغه د افغانستان خلکو د غوښتنو پر بنسټ د یو مشروع او ولسواک نظام جوړول دي.
فایق نن (چهارشنبه د زمري ۵مه) د یو لړ توېټونو په خپرولو سره لیکلي، چې د افغانستان کړکېچ ته د لاسرسي په موخه د تاشکند ناسته او نورې سیمهییزې هڅې د افغانستان خلکو د هرکلي وړ دي؛ خو د اندېښنو، ګواښونو او په ټوله کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ګټو پر بنسټ د یادو هڅو محور او پیغامونه ښکاره دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اوسنې کړکېچ حل لاره همغه د خلکو د غوښتنو پر بنسټ د مشروع او ولسواک نظام جوړښت، ټولنیز عدالت او د ملي خبرو اترو له لارې د ښځو، نجونو او لږکیو په ګډون د افغانستان ټولو اوسېدونکو ټولو اسلامي او قانوني حقونو او آزادیو ته درناوی دی.
نوموړي څرګنده کړې: «تر هغې چې ملي مشروعیت رامنځته نه شي، نړیوالو مشروعیت امکان نه لري.»