په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیر احمد فایق پرون وویل چې د سپټمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو قربانیان د تاوان مستحق دي. خو د افغانستان خلک باید د دې قضيې قرباني نه شي.
نوموړی د نیویارک ایالت د جنوبي ناحيې په محکمه کې د افغانستان د هغو ۳.۵ میلیاردو ډالرو شتمنیو د خوندي کولو مسله راپورته کړه چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د ځينو کورنیو له خوا دعوا پرې شوېده.
ښاغلي فایق په محکمه کې زیاته کړه چې دا پیسې د افغانستان د وګړو دارايي او ملکیت دی او د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې هیڅ افغان وګړی لاس نه درلود او هیڅ ډول اخلاقي او قانوني مسوولیت یې د دې هيواد د خلکو پر غاړه نه دی.
د ښاغلي فایق دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ستره محکمه د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو لپاره د ۳.۵ میلیارد ډالرو د تاوان د ادعا په اړه پرېکړه کوي.
تر دې مخکې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا حکومت د جوبایډن په امر د افغانانو په ګټه له ټولټال اووه میلیارده ډالرو څخه ۳،۵ میلیارده ډالر کم کړل او پاتې ۳،۵ میلیارده ډالر یې د محکمې پرېکړي ته پرېښودلې.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي.