د لومړي ځل لپاره، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د «جنسیتيآپارتاید» د څیړلو لپاره د هیوادونو او د بشريحقونو سازمانونو د استازو په حضور کې غونډه وکړه. د غونډې په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پلاوي نصیراحمد فایق وویل، چې د طالبانو رژیم له جنسیتيآپارتاید څخه کم نه دی.
ښاغلي فایق پرون ويلي ده، ښځې او نجونې چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، د طالبانو په رژیم کې تر ټولو زیات زیان لیدلی او دا وضعیت له «جنسیتيآپارتايد څخه کم نه دی» چې د نړیوالې ټولنې ګډ ارزښتونه ګواښي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د مشر په وینا، دوه کاله کېږي چې طالبانو افغانستان «یرغمل» کړی او یو ټولنیز، بشري، اقتصادي او سیاسي بحران یې رامنځته کړی دی.
هغه دا خبرداری هم ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه به د ټولې افغاني ټولنې لپاره پراخې منفي پایلې ولري.
طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې افغان ښځې او نجونې له اجتماعي ډګر څخه ایستلې دي. دې ډلې په پراخه کچه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او له اساسي بشري حقونو یې بې برخې کړي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشريحقونو د ناوړه حالت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زیانمننې په اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره، د دې غونډې موخه د «جنسي آپارتاید» او د ښځو د حقونو او بشري حقونو په اړه د بیړنیو مسلو څیړل بللې دي.
2 تبصرې
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great
Appreciate the recommendation. Let me try it out.