په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ خبر ورکړ، چې نصیر احمد فایق په یاد سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
دا خبر، په ملګرو ملتو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي؛ غلام محمد اسحاقزي د استعفا د راپورونو له خپرېدو وروسته خپور شو.
دغه استازولۍ د ملګرو ملتونو سازمان ته د یو لیک په لړ کې؛ نصیر احمد فایق په ملکرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي په ډول معرفي کړی.
نصیر احمد فایق هم په یو ټویټ کې اعلان کړی؛ چې ملګرو ملتونو سازمان کې یې د هېواد دایمي استازولۍ د چارو پرمخ وړلو لپاره د یادې استازولۍ رهبري او مسؤلیت پر غاړه اخیستی.