فایق: طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په تر ټولو بد ځای بدل کړی دی

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ سره دا هېواد د ښځو او نجونو لپاره په نړۍ کې تر ټولو په بد ځای بدل شوی.

ښاغلي فایق تېره ورځ (سه شنبه) د دغه سازمان د عمومي غونډې په ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې سره وویل: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.»

ښاغلي فایق پر ښځو د طالبانو سختو بندیزونو ته په اشارې سره ټینګار کړی: «د ښځو لپاره د طالبانو له خوا د تعصب او سیستماتیک سیاستونو وضع کول، د هغوی د اساسي حقونو او آزادیو محدودول، د نړیوالو کنوانسیونونو او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي.»

د نوموړي په ​​وینا، طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک «جنسي آپارتاید» او له بشري حقونو یې د محرومولو په حال کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي یو ځل بیا د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له اوسني وضعیت څخه د هېواد د ژغورنې یوازینۍ لار د طالبانو له خوا د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ