فایق طالبانو ته: د خلکو غوښتنو ته له درناوي او منلو پرته هیڅ جوړښت دوام نه کوي

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست، نصير احمد فايق د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې ویلي چې د خلکو غوښتنو ته له درناوي او منلو پرته هېڅ جوړښت دوام او ټینګښت نه شي موندلای.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون او دوام د افغانستان، سیمې او نړۍ خلکو ته امنیتي ګواښونه زیات کړي دي.

ښاغلي فایق تېره ورځ (سه شنبه د تلي ۵مه) د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې بیانیې په وړاندې کولو سره زیاته کړې چې په زور او وحشت سره د هېواد اداره کول به د جګړې له دوام پرته بله لار ونه لري. هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام به دغه هېواد له سولې او دوامداره پرمختګ څخه بې برخې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له افغانانو څخه په ملاتړ له نړیوالو اعلامیو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ویلی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د خلکو په محوریت د ټولو افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره د تلپاتې حل لارې په رامنځته کولو کې په فعاله توګه برخه واخلي.

هغه د طالبانو سختو سیاستونو ته په اشارې سره افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد ځای وباله او ویې ویل: «طالبانو په تېر یوه کال کې پر ښځو د محدودیتونو په وضع کولو سره، دا هېواد د نړۍ یوازینی هېواد جوړ کړی چې د نجونو لپاره پکې د زده کړې بشپړ حق منع دی او د ښځو او نجونو لپاره ترټولو بد ځای ګرځیدلی.»

فايق طالبان د خلکو د امنيت په تامينولو کې په پاتې راتلو تورن کړل او زياته يې کړه: «د کابل په زړه کې د القاعدې د مشر وژل کېدل او په افغانستان کې د داعش له خوا ګڼ شمېر بريدونه د خلکو د امنيت په تامينولو کې د هغوى ناکامي ښيي.»

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان د امنیت شورا په دغه غونډه کښې د مقاومت جبهې د مشر، احمد مسعود په مشرۍ د ملي خبرو اترو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ: «دغه خبرې اترې باید د یو چوکاټ یا د لارې د نقشې له طریقه د قانون د حاکمیت، عدالت او دخلکو د ارادې پر بنسټ د یو ټول شموله او مسؤل جوړښت رامینځته کولو لپاره ملاتړ وشي.»

ښاغلي فایق په دې ناسته کې یو ځل بیا طالبان له خپلو ژمنو څخه په سرغړونه تورن کړي او ویلي چې په ولایتونو کې د خلکو جبري کډي، له ښځینه فعالانو سره د هغوی ناوړه چلند، وژنې، شکنجه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او جنګي جنایتونه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ