فایق: د خلکو د ارادې پر بنسټ یو ټول شموله جوړښت کولای شي افغانستان له اوسني بشري ناورین څخه وژغوري

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق وايي چې له اوسني بشري ناورین څخه د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار د ښځو په ګډون د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه ټول شموله، ځواب ویونکي او اغېزمن جوړښت رامنځته کول دی.

ښاغلي فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو د تېر کال کړنو ته په اشارې سره زیاته کړې: «طالبانو د دې پر ځای چې افغانستان د اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسیاینې پر لور وګرځوي، د سخت دریځي حکومت ټینګښت، پر خلکو محدودیتونو وضع کول او د دیني عالمانو د شوراګانو له لارې د واک انحصار ته دوام ورکړی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د هغو راپورونو په تاییدولو سره چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستي ډلو په امن پټنځای بدل شوی، وویل: «د داعش ډلې وروستي ترهګریز بریدونه او په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدل د دې ادعا شاهدان دي.»

نوموړي همدا راز نړیوالو ته خبرداری ورکړی چې هره پېښه چې نن په افغانستان کې کېږي، د افغانستان په خاوره کې به محدوده پاتې نشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د اوسني وضعیت د کابو کولو او د افغانانو لپاره د ټول شموله سیسټم جولو لپاره د یوې نقشې یا چوکاټ له لارې د اساسي مسلو په اړه د بحث او توافق لپاره د ملي خبرو اترو د ترسره کولو خپله غوښتنه تکرار کړه.

د فایق په وینا ملګري ملتونه اړین باور او مشروعیت لري چې له ټولو ښکېلو خواوو سره په فعاله توګه تماس ونیسي څو د افغانستان د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د یوې حل لارې په جوړولو کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه سازمان باید د بشردوستانه مرستو له همغږۍ او وېش هاخوا رول ولوبوي. د نصیر احمد فایق په وینا، ملګري ملتونه باید د افغاني خبرو او سیاسي لارې نقشه برابره کړي څو وکولای شي د یوه باثباته او سوکاله هېواد ته د رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ