په پنجشېر کې د ملکیانو د نیولو په اړه د فایق غبرګون: د ملکیانو نیول، د نړیوالو اصولو خلاف دی

لخوا Aamaj News

په پنجشېر ولايت کې د ملکي وګړو د نيولو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازيتوب سرپرست، نصير احمد فايق وايي چې د طالبانو دغه عمل د نړيوالو اصولو خلاف دى.

ښاغلي فایق نن (سه شنبه، وږی ۱) په پنجشېر کې د ملکي وګړو د نیولو د ویډیو په بیا خپرولو سره ویلی چې د دغه ډول کړني باید ودریږي.

نوموړي زیاته کړې: «د ملکیانو نیول د بشردوستانه او نړیوالو اصولو خلاف کار دی.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازیتوب سرپرست د بشري حقونو د قوانینو پر بنسټ د دغو نیونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د لسګونو ملکي وګړو د نیولو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.

ویل کیږي چې دغه کسان د ملي مقاومت جبهې د غړیتوب یا همکارۍ په تور نیول شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ