فایق: افغانستان لا هم د ترورېزم قرباني دی

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي چې دا هېواد لا هم د ترورېزم قرباني دی او خلک یې د ترورېستانو له وضع کېدو او د ترورېستي ډلو د شتون له ګواښنو کړېږي.

فایق د اګېسټ ۲۱مې د ترورېزم قربانیانو څخه د یادونې نړیوالې ورځې په مناسبت یو ټوېټ کې ویلي چې پینځه کال وړاندې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی د ۹۵ هېوادونو په ملاتړ یو پرېکړه لیک د دې ورځې د پېژندنې او نومولو لپاره د یاد سازمان عمومي مجمع ته وړاندې کړ او پرېکړه لیک د رایو په یوالي سره تصویب شو.

نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د هڅو په لړ کې «د ترورېزم قربانیانو لپاره د نړیوالو مرستو را ټولولو او زیاتولو لپاره دویم پرېکړه لیک هم تصویب شوی دی.»

نصیر احمد فایق زیاته کړې چې دا هڅې د افعانستان لخوا د ترورېزم یو قرباني هېواد په توګه د نړیوالې یوالي او د ترورېزم له قربانیانو د ملاتړ لپاره شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو یو کال کېږي؛ دا هېواد په داسې حال کې د فایق لخوا د ترورېزم قرباني بلل شوی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د دې ډلې یو شمېر غړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېسټ کې وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ