فایق: که پاکستان پوله‌ییزو نښو ته بدلون ورکړی وي، د واخان موضوع په امنیت شورا کې د یرغل په توګه وړاندې کوم

لخوا Aamaj News

د بدخشان په واخان ستراتېژیکه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د وړاندې تګ له اندېښنو وروسته، ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې.

نوموړي نن (جمعه، د زمري ۷مه) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې که پاکستان پوله‌ییزې نښې بدلې کړې وي، دا موضوع به امنیت شورا کې یرغل په توګه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دفاع وزارت د بدخشان واخان ستراتېژیکه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د وړاندې تګ ادعا یوه شایعه بللې او ویلي یې دي چې د دوی مسوولین د بدخشان پوله‌ییزو سیمو ته تللي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې بدخشان او نورو پوله‌ییزو او «فرضي» کرښې د دوی د ځواکونو تر کنترول لاندې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې طالب ځواکونه له ګاونډیانو سره د ګاونډیتوب حسن نیت ته ژمن دي او د افغانستان پر حریم د یرغل په صورت کې به د دې هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کړي.

وروستیو کې داسې ادعا شوې وه چې طالبانو د واخان ستراتېژیکه سیمه پاکستان ته پرېښې ده تر څو دا هېواد منځنۍ آسیا ته لار ومومي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ