په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولی سرپرست نصیر احمد فایق په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې په یاد سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ په رهبرۍ کې د بدلون لپاره وروستۍ هڅې او دسیسې چې د حق او عدالت او له فساد سره د مبارزې د غږ چُپ کولو له پاره شوې وې، له منځه ولاړې.
فایق زیاته کړې؛ چې د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت لېږل شوی لیک د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو د منلو او اجراعاتو وړ ونه ګرځېد.
نوموړې څرګنده کړې؛ چې د پخوا په توګه به د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست په توګه خپلو مسوولیتونو ته دوام ورکوي.
نصیر احمد فایق ټینګار کړی؛ چې دې دندې ته د ملي ګټو او له اوسني ناورین څخه د وتلو لپاره د هڅو او په افغانستان کې د تل پاتې سولې، ثبات او سوکالۍ په موخه دوام ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ څوکۍ څو ورځې وړاندې په یوه خبر جوړونکې موضوع بدله شوې وه.
دا په داسې حال کې ده؛ چې حنیف اتمر څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته په یو لیک کې ولي نعیمي په یاد سازمان کې د هېواد د سرپرست استازي په توګه ورپېژندلی و.