د پاکستان اکسپرس ټربیون: د الظواهري له وژل کېدو وروسته؛ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو موضوع د بحث وړ نه ده

لخوا Aamaj News

له کومه چې پاکستان تل د طالبانو پر نړیوال مشروعیت ټینګار کړی د دغه هېواد رسنیو په کابل کې د القاعدې د مشر، ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع نور د بحث وړ نه ده.

د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، اسلام اباد د په رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو د رژیم یو له ځواکمنو ملاتړو څخه و.

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ټینگار کړی چې دې ته په پام سره چې طالبانو د افغانستان اکثریت کنټرول په لاس لري او نړۍ له هغوی سره له همکارۍ پرته بله چاره نه لري. ورځپاڼې زیاته کړې «که څه هم چین، روسیه او ایران له طالبانو سره ډېر عملي چلند لري، خو په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدل ښايي دغه هېوادونه دې ته اړ کړي، چې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.»

اکسپرس ټربیون دې ته په اشارې سره چې طالبان تل له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو او یا د هغې غړو ته د پناه نه ورکولو خبره کوي، لیکلی «د سي آی اې بې پیلوټه الوتکې برید د طالبانو لپاره د شرم خبره وه.»

اکسپرس ټربیون د طالبانو په دننه کې د ډلو ټپلو په اړه هم بحث کړی او لیکلی چې د طالبانو یوه ډله له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو او له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو د عملي کولو پلوي ده، په داسې حال کې چې بله ډله سخت دریځ لري او د القاعدې په څېر ډلو سره د پخوانیو اړیکو ساتلو پلوي کوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې په کابل کې د الظواهري له وژل کېدو وروسته په داسي حال کې له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د څرنګوالي په اړه لیکلي چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ