طالبان: تېر کال له هېواد څخه یو میلیون متر مربع غالۍ صادرې شوې دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۰ کال کې د غالیو صادرات یو میلیون متر مربع ته لوړ شوي، چې تر دې وړاندې په ۱۳۹۹ کال کې۳۰۹ زره او ۴۶۷ ته رسېده.

دغه بنسټ په هېواد کې د غالیو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي له امله خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې يې د دغه صنعت د ودې په برخه کې له ملي او نړيوالو موسسو د مرستې غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان غالۍ په ناقانونه توګه د نورو هېوادونو تر نومونو لاندې د نړۍ بازارونو کې پلورل کېږي.

افغاني لاسي صنایع په ځانګړې توګه افغاني غالۍ د نړۍ په بازارونو کې ځانګړی کیفیت او شهرت لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ