په بدخشان، کنړ او کندز کې درې چاودني؛ لسو کسانو ته مرګژوبله واړول

لخوا Aamaj News

نن سهار د کندز، بدخشان او کنړ ولایتونو کې درې چاودني شوي.

سرچینې آماج ته وایي چې نن (یکشنبه، د غبرګولي ٢٢مه) د فیض آباد ښار اړوند د «لوا» عمومي سړک په «کري» سیمه کې د طالب ځواکونو یو موټر د سړک غاړي مین د چاودني موخه کرځېدلی.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي چې یاده چاودنه د سړک غاړي ماین څخه رامنځته شوې او کوم چا ته جدي زیان نه دی رسېدلی؛ خو یو ماشوم په سطحي ډول ژوبل شوی.

له یوې خوا سرچینې په کندز ولایت کې د درېمي حوزې په سیمه کې د صرافۍ یو مارکیټ ته نږدې د یوې چاودني خبر ورکړی.

په کندز ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالله عابدي د دې ولایت په مرکز کې د چاودني پخلی کوي؛ خو جزییات نه ورکوي؛ خو سرچینې وایي چې چاودنه د سړک غاړي د ماین څخه وه او په پایله یې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي.

په بدخشان او کندز ولایتونو کې د چاودني هم مهاله په کنړ کې هم چاودنه شوې.

په کنړ کې ځایي سرچینې آماج ته ویلي چې د دغه ولایت په اوله ناحیه کې د طالبانو یو رنجر موټر د چاودني موخه ګرځېدلی. سرچینې زیاتوي چې په دې چاودنه کې یو طالب وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

سیمه ییز طالب چارواکي لا تراوسه د چاودني پخلی نه دی کړی او د چادني د څرنګوالي او احتمالي مرګژوبلي په اړه جزییات په لاس کې نشته.

دا په داسي حال کې ده چې د کابل د دوولسمي حوزې اړوند په پرونۍ چاودنه کې یو شمېر ملکي وکړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي چې دغه چاودنه د بت خاک څلور لاره کې پر یو «مرسډيز» ډوله ښاري موټر شوې.

که څه هم ښاغلي ځدران د وژل شوو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند کړی؛ خو ځینو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله د دغي پېښي مړي څلور تنه راپور ورکړی.

دغي چاودني په داسي حال کې رامنځته کيږي چې طالبانو تل د افغان وګړو د بشپړ امنیت د ټینګښته ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ