په افغانستان کې د چاودنو څپې؛ کابل، بلخ، کندز، ننګرهار

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د کابل په لوېدیځ کې له خونړیو چاودنو دوه ورځې وروسته نن يو ځل بيا په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د څلورو چاودنو شاهد و.

لومړنۍ چاودنه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د چهاراهی قمبر څلور لارې په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایې، چې په چاودنه کې دوه ماشومان برسېره زخميان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، چاودنه د سړک غاړې په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

له بلې خوا سرچينې وايي، چې څو شېبې وړاندې د مزارشريف ښار په شمال کې د شيعه ګانو د سه‌دکان په جومات کې دننه چاودنه شوې ده.

سرچینه تاییدوي، چې چاودنه په جومات کې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، تر اوسه پنځه تنه وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کندز ښار په سر سيمه کې هم چاودنه شوې، خو د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه لا دقيق معلومات نشته.

يوه سرچینه وايي، چې دغه چاودنه پر یو کاسټر موټر شوې ده.

بل لوري ته بيا د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یوه رنجر موټر په نښه کړی، چې له کبله یې طالبانو څلور غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

طالبانو تر اوسه د مزارشریف او کندز د بریدونو په اړه لا هم څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې په يو ښوونېز مرکز او یوې ښوونځۍ کې خونړیۍ چاودنې ترسره شوې.

د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې تر ۱۰۰ ډېر زده کوونکي وژل شوي دي. هغه شمېرې چې طالبانو تر اوسه لا ندی منلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ