دسیکانو پر عبادت‌ځای د بریدونو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهه: طالبانو به د دوی د جنایتونو لپاره لوی تاوان ورکړي

لخوا Aamaj News

په کابل کې د اهل هنود پر عبادت‌ځای دچاودنو او بریدونو وروسته چې دوه تنه یې ووژل او تر اووه یې ډېر ټپیان کړل، یو شمېر سیاسي څېرې په دې اړه غبرکون ښودلی او دغه برید غندلی دی.

دملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسول، علی میثم نظري د دغي پېښي دغندلو په ضمن کې ویلی چې افغانستان یو متنوع هیواد دی.

ښاغلي نظري څرګنده کړې: «طالب تروریستان او د دوی تروریست شریکان به د هغو جنایتونو چې نن یې سرته رسوی، لوی تاوان ورکړي.»

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په یو ټویټ کې دغه بریدونه په سختو الفاظو غندلی او ټینکار یې کړی چې د ملي خبرو اترو پیل په هیواد کې د سولي او ثبات یواځینۍ حل لاره ده.

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او د دغي پېښي د قربانیو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.

له یوې خوا د اففانستان د امنیت شورا پخواني سلاکار، ډاکټر رنکین دادفر سپنتا د سیکانو پر عبادت‌ځای برید یو تروریستي او بشري ضد عمل بللی دی.

ښاغلي سپنتا زیاته کړې ده: «هندوان او سیکان، د دغه هیواد پخواني اوسېدونکي او خاوندان دي چې د بل هر هیوادوال په څېر په امنیت او برابري کې د دیني آزادۍ حق لري.»

په تېر حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر هم په یو ټویټ کې ویلی: ”

د هیواد د بې دفاع او مظلوم سیکانو پر عبادتځای د تروریستانو وحشبانه« او بزدلانه برید په سختو ټکو غندو. د دغو بې رحمو وینو زبېښونکو له وحشته نه مسلمان، نه اهل هنود او نه هم زموږ سیک وطنوال په امان کې دي.»

د یادولو وړ ده چې نن سهار، سرچینې آماج ته د کابل ښار دوهمي امنیتي حوزې اړوند، د کارته پروان په باغ بالا سیمه کې د هیواد د اهل هنود پر عبادت‌ځای د پنځو چاودنو پخلي کړی وو.

د طالبانو په وینا، دغه برید پس له څو ساعتونو پای ته ورسېد او بریدګر هم له پښو غورځول شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، خالد ځدران تر دغه برید وروسته په یو ټویټ کې لیکلی: «د اهل هنود پر عبادتځای د باغیانو برید پای ته ورسېد او طالب ځواکونو توانېدلی جې بریدګر تر پښو وغورځوي.»

ښاغلی ځدران زیاته کړې چې په دغه برید کې د اهل هنود یو تن وژل شوی، ٧ تنه ټپیان او همدارنګه د طالبانو یو ځواک هم وژل شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ