باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې نن سهار د کندز ښار په باغ میر سیمه کې نن سهار د هاوان یوې مرمۍ چاودنې د دوه ماشومانو ءوند واخیست او یو بل ماشوم یې ټپي کړ.
کندز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبیدالله عابدي ویلي؛ چې دا پېښه هغه مهال شوې ده، چې یادو ماشومانو له تېرې جګړې د پاتې شوې مرمۍ سره لوبې کولې.
د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې ناچاودېدلي ماینونه او مرمې وخت ناوخت له ماشومان قرباني اخلي.