کابل کې د طالبانو امنیه قومنداني د پلازمینې په یوولسمه ناحیه کې د یوې چاودنې پېښېدل مني او وایي؛ چې د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ یاده چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي.
د یادې امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وویل؛ چې یاده چاودنه د لیسه مریم پر سړک شوې او یو بایسکیل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې.
د یادې چاودنې مسوولیت کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی.