د کابل پُل خشتي جومات کې چاودنې؛ شپږ ټپیان پر ځای پرېښودل

لخوا Aamaj News

کابل کې طالب امنیتي چارواکو د کابل پُل خشتي جومات کې د چاودنې رامنځته کېدل منلي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي؛ چې دا پېښه جومات ته د یو «لاسي بمب» غورځولو له امله ترسره شوې.

د نوموړي په وینا؛ یاده پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي او د یادې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی.

عیني شاهدان آماج ته وایي؛ چې دا پېښه په داسې حال کې وشوه، چې لمونځ کوونکو د ماسپښین لمونځ ادا کولو.

د عیني شاهدانو په وینا؛ د چاودنې بڼه؛ «لاسي بمب» نه و او مرګ ژوبله یې هم له خپرو شویو شمېرو ډېره ده.

د یادونې وړ ده؛ چې درې ورځې وړاندې ورته پېښه د شهزاده سرای په وړاندې هم ترسره شوه.

په هغې چاودنه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې ۸۰ کسان نور ټپیان شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ