آماج د هغه کس هویت ته لاسرسی وموند، چې تېره ورځ یې د کابل چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ

لخوا Aamaj News

د احمد ناصر خپلوان آماج ته وایي چې نوموړي تېره لنډه موده کې، د کابل کارته پروان کې د چای پلورنځی پرانیستلی و؛ چې تېره ورځ ماښام یاده سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

احمد ناصر تېر حکومت کې د دیارلسمې امنیتي حوزې کارکوونکی و او د طالبان حکومت له سقوط وروسته یې د کابل واټونو کې د چای په پلورلو لاس پورې کړی و.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو خبر ورکړی، چې د کارته پروان تېرې ورځې په چاودنه کې هېڅ چاته زیان نه دی رسېدلی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Вольтаж FM November 5, 2023 - 3:54 am

Good article with great ideas! Thank you for this important article. Thank you very much for this wonderful information.

ځواب

یو نظر پریږدئ