داعش د رحیم الله حقاني په مدرسه کې د نننۍ چاودنې پړه ومنله

لخوا Aamaj News

داعش ډلې د طالبانو جګپوړی ملا، رحیم الله حقاني په مدرسه کې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

اعماق، د داعش اړوند خبري اژانس نن (پنجشنبه، زمري ۲۰مه) راپور ورکړی چې دغه برید د دغې ډلې یو غړی، خالد لوګري د طالبانو له امنیتي خنډونو څخه په تېرېدو سره ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې په کابل ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي چې د طالبانو جپوړي ملا، شیخ رحیم الله حقاني په مدرسه کې د چاودنې له امله نوموړی له خپل ورور سره وژل شوی دی.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې په دې چاودنه کې درې طالبان ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه چاودنه یو ”وحشیانه“ عمل بللی او زیاته کړې چې طالبانو به دغه برید بې ځوابه پرې نه ږدي.

د یادونې وړ ده چې دغه برید نن ماسپښين د کابل په شش درک سیمه کې تر سره شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ