د سیکانو پر عبادت‌ځای د برید په اړه غبرکونونه؛ یوناما: د امنیتي ګواښونو په وړاندي له لږکیو ساتنه وشي

لخوا Aamaj News

د کابل په ښار کې د سیکانو پر عبادت‌ځای د ننني برید د غبرګونونو په دوام کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ (یوناما) دغه پېښه غندلې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې پر ملکی وکړو دي بریدونه ژر تر ژره پای ته ورسیږي او د امنیتي ګواښونو په وړاندي د لږکیو ساتنه وشي.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفیر، منصور احمد خان د خپل هیواد دبهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې پاکستان یو ځل بیا تروریسم په ټولو اشکالو سره غندي.

ښاغلي منصور په کندز ولایت کې پر یو مسجد د تېري ورځی برید ته په اشارې سره ویلی: «دغه تروریستی اقدامات، کاملا کرکه اچوونکي دي»

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې ده: «پاکستان په جدي توګه په افغانستان کې پر مذهبي عبادت‌ځایونو د وروستیو تروریستي بریدونو د څپې په اړه اندېښمن دی.»

له بلي خوا افغانستان لپاره د اروپایي ټولني استازی، توماس نیکلاسون د دغي پېښي په غندلو سره ټینګار کړی چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو هم لږکیو او هم ډېریو له حقونو باید ساتنه وشي.

دا په داسي حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وړاندي هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی.

د یادولو وړ ده چې د دغه برید د پای وروسته، په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلی چې په دې پېښه کې د اهل هنود یو تن وژل شوی، ٧ تنه ټپبان شوي او همدارنګه د طالبانو یو تن ځواک هم ساه ورکړې.

تر اوسه کوم شخص او یا کوي ډلي د دې پېښي پړه نده منلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ