د اهل هنود پر عبادت‌ځای برید د اهل هنود یو هیوادوال او طالبانو یو ځواک په وژلو پای ته ورسېد

لخوا Aamaj News

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي چې د سیکانو پر عبادت‌ځای برید کنټرول شوی.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، خالد ځدران په یو ټویټ کې ویلی چې د اهل هنود پر عبادت‌ځای د «باغیانو» برید پای ته ورسېد او طالب ځواکونو توانېدلي چې بریدګر له پښو واچوي.

ښاغلي ځدران زیاته کړې چې په دې برید کې د اهل هنود یو تن وژل شوی او ٧ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه څرګنده کړې چې د نښتو په جریان کې یو طالب ځواک هم وژل شوی.

د یادولو وړ ده چې نن سهار، سرچینې د کابل ښار د دوهمي امنیتي حوزې اړوند، کارته پروان، «باغ‌بالا» په سیمه کې د پنځو چاودنو پخلي کړی و.

په ورته وخت کې د طالبانو د داخلې چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور وایي چې بریدګر لومړی د دغه عبادت‌ځای پر ساتونکی «نارنجک» غورځولی او بیا په سیمه کې د اهل هنود دغه عبادت‌ځای ته دننه شوي دي.

ټکور زیاته کړې چې بریدګر غوښتل د خلکو پر ټولنه موټربم برید وکړي چې موخي ته د رسېدو مخکي چاودلی او مرګژوبله یې نه لرل.

باید یادونه وشي چې تر اوسه کوم شخص یا کومي ډلي د دغو چاودنو مسولیت نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندي، د داعش خراسان ډلې، په افغانستان کې پر لږکیو د دغه ډول خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ