اغبر آماج ته: د طالبانو په وړاندې له مقاومت پرته چاره نه لرو

لخوا Aamaj News

تاجېکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر چې لومړي مقاومت کې احمد شاه مسعود او دویم مقاومت کې احمد مسعود ته له نږدې څېرو دی، له آماج سره ځانګړې مرکه کې وایي طالبان چې له کوم ځای راغلي بېرته به همغه ځای ته ولېږل شي.

تاجېکستان کې د افغانستان سفیر زیاتوي: «د هغه چا په وړاندې چې د زور له لارې خلک او خېواړ وګواښي، له مقاومت پرته بله چاره نشته.»

اغبر افغانستان کې د ترورېستي ډلو فعاله شتون ته په اشارې سره وایي چې نه یوازې ګاونډي بلکې ټوله سیمه د افغانستان اوسني وضعیت څخه اندېښمنه ده.

نوموړي دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا مقاومت جبهه به له تسلیحاتي اړخه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي یا نه، وویل «د جګړې لپاره نورو ته د مرستې لپاره لاس اوږدولو ته اړتیا نه لرو، ځکه جګړه په ملي کچه موږ پورې اړه لري خو د نړۍ او سیمې په کچه هېوادونو پورې اړه لري.»

له ظاهر اغبر سره د آماج ځانګړې مرکه به ډېر ژر خپره شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ