سيانان له دوه باخبره سرچینو څخه په نقل راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکایانو او زیانمنو کسانو د تخلیې الوتنې بیا پیل شوي.
د سيانان د راپور پر بنسټ؛ د امریکا متحده ایالاتو له لوري یوه چارتر شوې الوتنه، له یو نامالوم شمېر امریکایانو سره تېره ورځ له افغانستان څخه د قطر په مقصد ترسره شوې او دا له نومبر میاشتې راپدېخوا د تخلیې لومړی الوتنه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا الوتنه په داسې حال کې ترسره شوې؛ چې څه موده وړاندې د امریکا متحده ایالاتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو، له افغانستان څخه د امریکایانو او د دوی سیمه ییزو همکارانو د تخلیې بهیر د بیا پیلولو په اړه خبرې اترې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې په بشپړ ډول له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو له وتلو وروسته، د تخلیې الوتنې له کابل څخه د قطر له چارتر شویو الوتکو سره ترسره کېدل؛ خو د راپورونو له مخې دا الوتنې دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له امله بند شوې وې.