د اروپایي ټولنې مشره: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو

لخوا Aamaj News

د اروپایي ټولنې مشرې، اورزولان فون درلاین تېره ورځ د اسیا او اروپا دیارلسمه ناسته کې د خپلې وینا پر مهال ویلي چې اروپایي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو هڅه کوي چې په افغانستان کې له ټولنیز او اقتصادي سقوط څخه مخنیوی وشي.

نوموړې زیاته کړې؛ اروپایي ټولنه باید د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي تر څو د ټولنیز او اقتصادي نظام له منځه تلو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته، د خلکو له خراب اقتصادي وضعیت څخه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ